سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا
نو ضرور به اوخیژوم ده لره په لویه چرهائی باندی -
دا تخویف دی دغه عنادی ته (صَعُودًا) مشقت دداسی عذاب چه هیڅ راحت به ورسره نه وی اوپه حدیث د احمد او ترمذی کښی راغلی دی چه دا نوم د یو غردی چه اویا کاله به هغه ته ورخیژی او بیابه ئی دغه شان خکته را غورځوی لیکن دا حدیث منکر او غریب دی (ابن کثیردغسی فرمائیلی دی) -