إِنَّا أَرْسَلْنَا إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَاهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولًا
یقیناً را لیږلی مونږ تاسوته رسول، بیانوؤنکی تاسوته لکه چه لیږلی وؤ مونږ فرعون ته رسول -
دا تخویف دنیوی دی اوبیان د هغه عذاب دی چه په مهلهم کښی هغی ته اشاره وه - ددی صفت مصداق یاپه دنیا کښی دی یاپه آخرت کښی که په دنیا کښی وی نو مراد دشهادت نه تبلیغ او بیان د حق دی او صله د علٰی دپاره د الزام حجت ده په خلقو باندی یعنی دا رسول ﷺ تاسو ته حق بیانوی چه په تاسو باندی حجت قائم شی اوهرچه په آخرت کښی دی نو مراد دشهادت نه گواهی کول دی په انکار دمنکرینو او تزکیه کول د مؤمنانو لیکن دا گواهی خاص ده په حاضرینو پوری په دلیل دسورة مائده (۱۱۷) سره چه په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی ده اوپه حدیث بخاری کښی دغه شهادت ځمونږ د نبی ﷺ په باره کښی هم ذکردی (إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولًا) دفرعون او موسیٰ علیه السلام مثال ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه مکی والا په دغه وخت کښی دیهودو په واسطه سره د موسیٰ علیه السلام صدق اود فرعون دهلاکت نه پوره خبروؤ د نورو قومونو د واقعاتو نه بیا روستو خبرشول (وَبِيلًا) مراد ددی نه هغه ټول عذابونه وؤ چه په فرعونیانوباندی راغلی وؤ طوفان، جراد، قمل، ضفادع او وینه او آخری غرقیدل -