يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِيبًا مَهِيلًا
په کومه ورځ چه اوبه لړزیږی ځمکه او غرونه او شی به غرونه ډیرئ د شگی بهیدونکی -
دا متعلق دی په لَدَيْنَا پوری او اشاره ده رد کولوته په عقیده باطله د مکذبینو باندی دوی عقیده لرله چه ځمکه ډیره غټه ده او غرونه ډیر سخت دی نو معلومه شوه چه په دی کښی تبدیلی نه کیږی نو اللّه تعالٰی ددوی دواړو حال ذکرکوی (تَرْجُفُ) داسی خوځیدل چه ټول اجزاء خوځیږی او بیا نه اودریږی لکه چه سورة النازعات (۶) کښی دی (كَثِيبًا مَهِيلًا) کثیب د شگو ډیرئ ته وئیلی کیږی - (مَهِيلًا) داسی نرئ نرئ شگی چه دخپو لاندی نه تختی نو انسان په کښی مزل نشی کولی -