نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا
نیمه د هغی یا کم کړه دهغی نه لږ -
په دی کښی اختیار ورکول دی په دری څیزونو کښی نیمه دشپی او کم دنیمی نه یعنی ثلث او زیات د نیمی نه یعنی ثلثان په قرینه د روستو آیت سره چه په هغی کښی عمل د نبی ﷺ او صحابه کرامو ذکرکړی دی (أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِنْ ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ) (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ) په دی کښی ذکر دمقصد دقیام اللیل دی چه هغه ترتیل دقرآن دی ترتیل عبارت دی دیو څواوصافونه یوداچه هرحرف په خپل مخرج کښی ادا کړی - دوهم داچه هرحرف په خپل صفت سره ادا کړی - دریم داچه په آرام آرام سره ئی ادا کړی په تادئ سره دی نه وی - څلورم تدبر د معنی ورسره وی - پنځم دا چه د مَد په ځای کښی مَد وی او قصرپه ځای کښی قصر وی - شپږم داچه وقف په ځای وقف وی او ددی نه استدلال کړی شوی دی په وجوب د علم تجوید او قراءت سره دارنگ دا دلیل دی چه لږ قراءة سره د تدبراو ترتیل نه افضل دی ډیر قراءة نه په تلواری سره ځکه چه مقصد دقرآن لوستلونه پوهه او فکرکول دی په معانی کښی -