اَلْمُزَّمِّل ۲

قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا

اودریږه د شپی مگر لږ -

د قیام اللیل نه مراد مونځ دتهجد دی په عرف دشرع کښی - هسی اودریدل یا بیداری مراد نه ده د قیام اللیل په نبی ﷺ باندی دفرض کیدلو اختلاف دی لیکن قرطبی غوره کړی ده چه اول وخت کښی فرض وؤ ځکه چه په ابتداء‌ ددعوت کښی د ډیر محنت ضرورت وی او روستو بیا تخویف راغی یعنی فرضیت ئی معاف شو سنتیت (سنت کیدل) ئی باقی پاتی شو لکه چه دسورة په آخری آیت کښی به راشی (إِلَّا قَلِيلًا) معنیٰ داده چه ټوله شپه قیام کوه مگرڅه ترینه کم کړه یاداچه هرشپه قیام کوه مگر کله کله پریږده د عذر دوجی نه او استثناء‌ دپاره د شفقت ده ځکه چه د جسد دپاره حق د استراحت شته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل