نُوْح ۱۷

وَاللَّهُ أَنْبَتَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ نَبَاتًا

او اللّه تعالٰی زرغون کړی ئی تاسو د ځمکی نه زرغونول -

دا څلورم دلیل عقلی آفاقی دی اوپه دوهم آیت کښی مرگ او دوباره ژوند ئی ذکر کړی دی دپاره د اثبات د قدرت د اللّه تعالٰی (أَنْبَتَكُمْ) مراد ددی نه پیدائش او نشونما د انسان ده چه د ځمکی نه ئی پیدا کړی دی او د وړوکوالی نه پس ئی لوی کړی دی اود پست قد نه روستو ئی دنگ قدوقامت ورکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل