وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا
او جوړه کړی ده سپوږمئ په هغوی کښی رنړا او جوړ کړی دی نمر چراغ بلیدونکی -
دا دریم دلیل عقلی آفاقی دی - مشتمل دی په دوه نعمتونو باندی سره د اختلاف د هغوی نه په رنړا کولو کښی (فِيهِنَّ) ذکر دجمع مراد ترینه مفرد دی یعنی اول آسمان او تعبیر ددی دپاره دی چه سپوږمئ رنړا لکه چه د ځمکی والو دپاره ده نو بره د آسمانونو دپاره هم ده - او فِی د طرف دپاره دی - (نُورًا) هغه دی چه سره دتیری نه وی او (سِرَاجًا) وجود د تیری نه غواړی نو دقمر په وخت کښی تیاره دشپی وی او شمس په وخت کښی شپه روکه شی -