اَلْمَعَارِج ۴۳

يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ

په هغه ورځ چه دوی به را اوځی د قبرونو نه په تادئ سره گویا که دوی خپلو معبودانو ته ورزغلی -

(نُصُبٍ) هغه معبودان دی چه سیوا د اللّه تعالٰی نه چه دوی به صبا وختی هغوی طرف ته منډی وهلی چه کوم یو به ورباندی اول لاس کیدی او سجده به ورته اولگوی، په دی کار کښی به دوی یوبل نه مخکښی کیدل او دابه ئی برکت گنړلو اونصب په زور د نون سره اودرولی شوی نښی ته وئیلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل