اَلْمَعَارِج ۴۲

فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ

نو پریږده دوی چه عبثی خبری کوی او لوبی کوی تردی پوری چه مخامخ به شی دهغه ورځ سره چه دوی سره ئی وعده کیدی شی -

په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته او د تخویف دپاره پنځه احوال دقیامت ذکرکوی (يَخُوضُوا) په دین اسلام (توحید، رسالت او صحابه کرامو) باندی اعتراضونه کول او اهل حق باندی طعنونه کول خوض دی (وَيَلْعَبُوا) ددنیا په محبت کښی مشغول کیدل لعب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل