اَلْمَعَارِج ۲۷

وَالَّذِينَ هُمْ مِنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ

او هغه کسان چه دوی د عذاب د رب خپل نه ویره کوؤنکی دی -

مخکنی صفت کښی اشاره وه طاعات کولوته د وجی د یقین د ورځ دقیامت نه اوپه دی صفت کښی اشاره ده اجتناب د معاصی ته د وجی دویری د عذاب نه (مُشْفِقُونَ) هغه خوف چه اثر ئی په ظاهربدن باندی ښکاره کیږی او داسی خوف مستلزم وی رغبت لره (إِنَّ عَذَابَ) دا علت د ماقبل دی یعنی هیڅ چالره مناسب نه دی چه د عذاب د اللّه تعالٰی نه بی غمه او بی فکره شی د وجی د طاعتونو خپلو نه ځکه چه اللّه تعالٰی باندی دچا د طاعت کولو احسان نه راځی - هان د عذاب الٰهی نه بی فکری خود خاسرینوکار دی لکه سورة اعراف (۹۹) کښی ذکرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل