وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ
او هغه کسان چه تصدیق کوی د ورځ د جزاء -
تصدیق د ورځ جزا مستلزم دی چه نیک اعمال کوی دپاره دتیارئ د دورځ دقیامت او دارنگ دا صفت مستلزم دی اخلاص لره په عبادات بدنیه او مالیه کښی ددوی وجی نه دهغی د عبادتونو نه ئی روستو ذکرکړو - او تصدیق د یقین نه عام دی یعنی په خپله هم په قیامت باندی عقیده ساتی اوچه څوک ورله دهغی په باره کښی خبرورکړی نو هم امَنَّا او صدقنا وائي او یقین خو صرف عقیدی لرلو ته وئیلی کیږی -