فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا
نو صبر کوه صبر ښائسته -
دا تسلی ده او متعلق ده د سأل سره یعنی دا سوال ددوی په طریقه د استهزاء سره دی نودهغی په مقابله کښی صبر په کاردی (صَبْرًا جَمِيلًا) دا هغه صبردی چه په هغی کښی مخلوق ته شکوه نه وی نو مخلوق ته نه معلومیږی چه خاوند د مصیبت څوک دی -