تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ
ورخیژی ملائک او روح هغه ته په ورځ کښی چه دی مقدار (اندازه) د هغی پنځوس زره کلونه -
(وَالرُّوحُ) مراد ددی نه جبرئیل علیه السلام دی او دا مشهور قول دی یا مراد ددی نه ارواح د مړو دی (دنیکانو) چه اووم آسمان ته ورخیژی (خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ) په اوله توجیه سره دا مقدار د وخت د عروج د ملائکو دی د اسفل سافلین نه تر عرش عظیم پوری دا قول ابن کثیر د ابن ابی شیبه نه نقل کړی دی اوپه سورة سجده (۵) کښی (چه مقدار د عروج مراد وی) نوهغه ددی ځمکه نه تر اول آسمان پوری مقدار دعروج دی اوپه دوهمه توجیه سره دا مقدار د ورځ دقیامت دی اودا منقول د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه او دا مقدار په کتاب الزکوٰة کښی مسلم او ابودآود او نسائي په حدیث صحیح مرفوع سره ذکر کړی دی اوپه سورة سجده (۵) کښی (چه مقدار د ورځ دقیامت مراد شی) نو تطبیق دادی چه د ورځ دقیامت پنځوس مقامات دی او هرمقام زر کاله دی اودا خطیب شربینی د په السراج المنیر کښی دیمان نه نقل کړی دی -