اَلْمَعَارِج ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ

اوغوښتو یو غوښتونکی عذاب واقع کیدونکی -

سورة المعارج

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر شو عظمت شان د عذاب دقیامت نوپه دی سورة زجردی په هغه چاباندی چه سوال کوی د دغه عذاب په باره کښی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی اوصاف د منکرینو ذکرکړل نوپه دی سورة کښی اوصاف د مؤمنانو ذکر کوی -

دعویٰ د سورة:

زجردی منکرینو ته او تخویف اخروی دی په ذکر داحوالو دقیامت اوبشارت دی په نجات سره په ذکر د اوصافو د مؤمنینو سره -

خلاصه د سورة:

اول زجردی په استهزاء د عذاب سره، سرهٔ د ذکر دعظمت د عذاب نه په پنځه طریقو سره او تسلی ده تر (۵) پوری او ذکر د پنځه احوالو دقیامت تر (۱۱) پوری دی بیا دفدیه ورکولو دی په پنځه څیزونو سره تر (۱۴) پوری بیا ذکر دهیبت شان د اور د جهنم او اوصاف د اوروالو چه مجموعه لس دی تر (۲۱) پوری بیا ذکر د لس صفاتو د مؤحدینو دی سره دبشارت نه تر (۳۵) پوری بیا زجردی سره د ذکر د پنځه حالاتو د منکرینو نه تر (۴۲) پوری او اختتام د سورة دی په تخویف اخروی سره په پنځه حالاتو سره -

تفسیر

دا زجردی په استعجال دعذاب سره (سَائِلٌ) نکره کښی اشاره ده چه هرڅوک چه دا سوال کوی نو لایق د زجردی - داد عذاب پنځه احوال ذکرشو، عذاب، واقع، للکافرین، له دافع، من اللّه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل