فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ
نو پاکی وایه د نوم د رب ستا چه لوی شان والا دی -
داسی تیرشوی دی په سورة واقعة (۹۶،۷۴) کښی او با په باسم کښی زیاتی د پاره د تاکید ده او مراد د اسم نه جنس اسماء حسنیٰ او صفات د اللّه تعالٰی دی یعنی د اللّه تعالٰی د اسماء او صفتونو تنزیه او پاکی وئیل د هرشریک او هرقسم عیبونو نه فرض ده او دا دعویٰ دتوحید تفریع ده په اثبات د صدق د رسول او دقرآن باندی اشاره ده چه مقصد د قرآن او رسالت صرف توحید دی -