اَلحَاقَّة ۴۱

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَا تُؤْمِنُونَ

او نه ده دا وینا دشاعر ډیر لږ ایمان راوړئ تاسو -

کهانت خبرونه ورکول د غیبو دی په دعویٰ د علم غیب سره په ذریعه د نجومو یا دحساب سره او سبب د هغی شیاطین وی لکه چه سورة شعراء‌ کښی ذکرشوی دی اوپه هغی خبرونو کښی اکثر دروغ وی اوپه دی قرآن کښی خو ټولی خبری رشتیا دی اودا رنگ په دی کښی د شیطانانو قباحتونه هم ذکرشوی دی نو معلومه شوه چه دا قرآن شعر او کهانت نه دی نو دا نبی شاعر او کاهن نه دی -
فائده: په اول آیت کښی نفی د ایمان او دوهم کښی نفی د تذکر ذکرکړی ده وجه داده چه په کلام د شاعر باندی عادةً عقیده او یقین نه حاصلیږی صرف تفریح د ذهن ورباندی راځی نو ایمان ورباندی نه حاصلیږی اوپه خبرو د کاهن باندی خلق تصدیق او یقین خو کوی لیکن په هغی کښی تذکیر او نصیحت مقصد نه وی نو د هریو سره ئی دهغی مناسب لفظ ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل