إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ
یقیناً دا خامخا پیغام دی د رسول عزت والا -
دا جواب قسم دی (لَقَوْلُ) مرا د قول نه تلاوت کول دی یاپه معنیٰ د وحی دی او اضافت دی مفعول ته او مراد د رَسُول نه رسول بشری دی یعنی رسول اللّٰه ﷺ اوپه سورة تکویر (۱۹) کښی مراد د رسول نه جبرئیل علیه السلام دی په قرینه د روستو صفتونو ذکرکړی شوی وؤ سره (كَرِيمٍ) کرم د هرڅیز اجتماع د کمالاتو لائقو ته وئیلی کیږی چه په هغی کښی وی نو دبشریت ټول کمالات په رسول اللّٰه ﷺ کښی جمع کړی شوی وؤ -