يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ
په دغه ورځ به پیش کړی شئ تاسو نه پټیږی ستاسو نه هیڅ پټیدونکی -
په دی کی دوه حالتونه ذکرکوی یوعرض اوبل عدم خفاء (تُعْرَضُونَ) دا عرض دپاره د حساب دی یعنی هیڅ نفس او هیڅ عمل د انسانانو به نشی پټیدلی بلکه دحساب دپاره به په ډاگه شی -