اَلحَاقَّة ۱۷

وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ

او ملائک به په غاړو دهغی باندی وی او اچتوی به عرش درب ستا پورته ددوی نه په دغه ورځ اته -

په دی کښی اووم حال ذکردی چه ملائک به په غاړو د آسمان باندی وی هغه غاړی چه روغی وی - او مَلَکُ اسم جنس مراد ترینه ټول ملائک سماویه دی (وَيَحْمِلُ عَرْشَ) ددی ځای نه دوهم قسم حالات شروع شو او هغه دری دی اول دادی (فَوْقَهُمْ) دا صریح نص دی چه عرش د اللّه تعالٰی پورته دی (يَوْمَئِذٍ) د احادیثو د ظاهری الفاظو نه معلومیږی چه اوس هم دملائکو (حملة القرش) دا عدد دی اوپه دغه ورځ به هم وی (ثَمَانِيَةٌ) اته اشخاص دی او داد احادیث مرفوعه صحیحه نه معلومیږی او حدیث د ابوداؤد کښی راغلی دی چه د حملة العرش د ملائکونه دیو ملک صفت دادی چه د نرمی دغوږ نه تر اوگی پوری د اوو سوؤ کلونو مسافت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل