اَلْمُلْك ۲۸

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَنْ مَعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَنْ يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

ته اوایه فکراوکړئ که چیری هلاک کړی مالره اللّه تعالٰی او هغه څوک چه ماسره دی (ملگری) یا رحم اوکړی په مونږباندی نو څوک پناهی ورکړی کافرانو ته د عذاب درد ناک نه -

په دی کښی بل دلیل عقلی دی اعترافی سکوتی سره د ذکردطریقی د تعلیم نه په جواب د قول ددی منکرینو کښی چه دوی اوئیل چه دا نبی او مؤمنان به مړه شی مونږ به ترینه خلاص شو لکه په سورة طور (۳۰) کښی دی او کله به ئی وئیل چه دا نبی او دده ملگری ځمونږ د معبودانو مخالفت کوی په دوی باندی به عذاب راځی جواب اوشو حاصل دادی چه ځمونږ غم مه کوئ خپل غم اوکړئ چه په تاسو باندی عذاب راشی تاسوبه څوک بچ کوی، مونږ خو رحمٰن ذات صرف یو اللّه تعالٰی منو هغه به مونږ بچ کوی (إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ) اهلاک په معنیٰ دمرگ عاجلاً او رحم په معنیٰ د مهلت او د روستوالی د مرگ دی یا اهلاک په معنیٰ د عذاب دی او رحم په معنیٰ د نصرت او غلبی د اسلام دی (فَمَنْ يُجِيرُ الْكَافِرِينَ) ددی شرط په اصل کښی پټ دی یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی په تاسو باندی د ستاسو ښکاره کفرد وجی نه عذاب ددنیا یا د آخرت راولی نو تاسو به ای کافرانو څوک بچ کوی (قُلْ هُوَ الرَّحْمَنُ) دا دلیل د جزا مقدر دی چه مخکښی مونږ ذکرکړه حاصل دادی چه مونږ خو د اللّه تعالٰی په رحمانیت (چه صرف هغه برکات ورکوؤنکی دی شریک ئی نیشته) باندی ایمان لرو او که چیری تکلیف راځی نوپه هغه باندی توکل کوؤ نو ځمونږ امید دی چه اللّه تعالٰی به مونږ له عذاب نه راکوی او مونږبه د تکلیفونو نه بچ کوی (وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا) په دی کښی رد شرک فی التصرف او فی العلم ته اشاره ده ځکه چه دتوکل شرعی مطلب دادی چه هر نفع او ضرر د اللّه تعالٰی دطرف نه گنړی او هغه خاوند دعلم او د حکمت گنړی بغیردشرکت نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل