فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تَدَّعُونَ
نوهرکله چه دوی اووینی هغه نزدی تور به شی مخونه دهغه کسانو چه کافران دی او اوبه وئیلی شی دا هغه څیزدی چه تاسو دا غوختلو -
داهم جواب دی په طریقه د تخویف سره (فَلَمَّا رَأَوْهُ) مراد ددی نه زمانه مستقبل ده او صیغه د ماضی ئی یقین دپاره راوړی ده (تَدَّعُونَ) باب افتعال دی د دعا نه په معنیٰ د ډیر طلب کولو یا تمناگانی کول یا په تلوارئ سره غوښتل ادّعاء په طلب او دعویٰ کاذبه کښی استعمالیږی یعنی نه منی او غواړی -