اَلْمُلْك ۸

تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ

نزدی ده چه اوبه چوی د وجی د غصی نه هر وخت چه اوغورځولی شی په هغی کښی یوه ډله نو تپوس به کوی ددوی نه څوکیداران د هغی (دجهنم) آیا نه وؤ راغلی تاسو ته ویره درکوؤنکی -

دا کنایه ده د ډیری سختی غصی نه او دا صفات د جهنم په حقیقت باندی حمل دی اللّه تعالٰی قادر دی چه په اور کښی دا صفتونه پیدا کړی (كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ) د حال د جهنم نه روستو حال د اهل جهنم ذکرکوی او اشاره کوی چه ددوی هیڅ عذر نیشته او سبب دعذاب شته دی ځکه چه نذیر راغلی وؤ او دوی ئی تکذیب کړی وؤ (فَوْجٌ) اشاره ده چه اهل جهنم به مختلف جماعتونه وی لکه چه سورة نباء (۱۸) کښی ئی افواجاً وئیلی دی او سورة نمل (۸۳) کښی هم داسی دی (سَأَلَهُمْ) دا تپوس دپاره د الزام د حجت دی لکه سورة غافر (۵۰) کښی تیرشوی دی (نَذِيرٌ) رسول او نائبان د رسول مراد دی اشاره ده چه اللّه تعالٰی بغیر د ارسال درسول یا دنائب د هغه نه عذاب نه ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل