اَلْمُنافِقُوْن ۸

يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ

دوی وائي که چیری واپس شو مونږ مدینی ته ضرور اوبه باسی عزتمند دهغی نه ذلیل لره او خاص اللّه تعالٰی لره صفت د عزت دی او رسول لره (صفت دعزت دی) او مؤمنانولره (صفت دعزت دی) اولیکن منافقان نه پوهیږی -

په دی آیت کښی دوه اوصاف د منافقانو دی - تیرشوی آیت کښی معلومه شوه چه دوی په مال سره بخل کوی نوپه دی آیت کښی ذکرکوی چه مال سبب دعزت گنړی (لَئِنْ رَجَعْنَا) دا واقعه د غزوه بنی مصطلق نه په واپسئ کښی ده او هغی ته مریسیع هم وئیلی کیږی (لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ) د اَعزَ نه مراد عبد اللّه بن ابی منافق وؤ هغه مالدار وؤ او مال ئی سبب د عزت گنړلو اود أَذَلَّ نه دوی رسول اللّٰه ﷺ مراد کړی وؤ او دا صریح کفردی (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ) دا تردید دی دعقیدی ددوی او عزت خوپه اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی او عزت حاصلیږی په ایمان او تقویٰ سره او دا صفتونه درسول او د مؤمنانو دی - سوال: په سورة نساء (۱۳۹) او فاطر (۱۰) تخصیص د عزت په اللّه تعالٰی پوری کړی شوی دی اوپه دی آیت کښی ورسره رسول او مؤمنان هم ذکرشو؟ جواب: په هغه دواړو آیاتونو کښی مراد اختیار عزت دی او هغه خاص دی اللّه تعالٰی پوری اوپه دی آیت کښی مراد توصیف دی په عزت سره یعنی موصوف په عزت سره اللّه تعالٰی او رسول او مؤمنان دی منافقانو اوکافرانو لره په نیز د اللّه تعالٰی هیڅ عزت نیشته دی (وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ) فقاهت خاص دی د علم نه نودا ترقی ده په قباحت ددوی کښی یعنی فقاهت خوڅه چه علم هم په دوی کښی نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل