اَلْمُنافِقُوْن ۷

هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنْفِقُوا عَلَى مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنْفَضُّوا وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ

دوی داسی خلق دی چه دوی وائي خرچ مه کوئ په هغه چاچه د رسول اللّٰه ﷺ سره دی تردی پوری چه خواره واره شی او خاص اللّه تعالٰی لره خزانی دی د آسمانونو او دځمکی او لیکن منافقان نه پوهیږی -

په دی آیت کښی ددوی دوه صفتونه ذکرکوی اوپه مینځ کښی رد کوی ددوی په قول باندی (مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ) دا قول د منافقانو دی ځکه چه دوی به ظاهراً هغه ته رسول وئیلو یا دا تعبیر د اللّه تعالٰی دی ددوی د تقبیح دپاره یعنی د رسول اللّٰه دخوا نه شړل خوډیره لویه بد اخلاقی ده (حَتَّى يَنْفَضُّوا) یعنی د لوږی د وجی نه به لاړشی او خواره به شی اودا ددنیا پرستو او د جاهلانو طریقه ده چه هرڅیزصرف په ظاهری اسباب پوری تړی اود اللّه تعالٰی د ربویبت او الوهیت نه غافل وی (وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) دا رد دی ددوی په قول اوپه دغه عقیده باطله باندی - مراد دادی چه د روزئ او دهغی اسباب (چه بارانونه او اونی بوټی وغیره دی) ټول په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی او هغه بی انتهاء خزانی دی چه نه کمیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل