وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انْفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
اوهرکله چه دوی اوینی تجارت یا لوبی نو روان شی دوی هغی ته او پریږدی تالره اولاړ ته اوایه هغه ثواب چه د اللّه تعالٰی سره دی غوره دی د لوبو او تجارت نه او اللّه تعالٰی غوره دی د روزئ ورکوؤنکو نه -
په دی کښی زورنه ده په یوعمل سره چه دصحابه کرامو نه صادر شوی وؤ چه د خطبی د نبی ﷺ په وخت کښی هغوی تجارتی سامان ته خواره شول صرف دولس کسان پاتی شول - دا خوپه هغه وخت کښی گناه نه وؤ ځکه چه دغه نه مخکښی اللّه تعالٰی داسی حکم نه وؤ رالیږلی لیکن تنبه شوه د آئنده وخت دپاره - نوپه دی کښی اشاره ده چه اوریدل د خطبی دجمعی واجب دی (قُلْ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ) یعنی هغه اجراوثواب چه په اوریدلو د خطبی اوپه جماعت سره مونځ د ادا کولو کښی دی یا هغه رزق چه په شرعی طریقی سره حاصل کړی شی هغه غوره دی (وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ) اشاره ده چه روزی په اختیار د اللّه تعالٰی کښی ده نودهغه په طاعت سره به غوره روزی حاصلیږی -