اَلْجُمُعَة ۱۰

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

نو هرکله چه پوره کړئ‌ مونځ نو خواره شئ په ملک کښی او اولټوئ د فضل د اللّه تعالٰی نه او یادوئ اللّه تعالٰی لره ډیر ددی دپاره چه کامیاب شئ -

په دی کښی اشاره ده فرق ته په مینځ د احترام د ورځ دجمعی په دین ځمونږکښی او احترام دثبت په نیز دیهودیانو چه په هغوی باندی د سبت په ټوله ورځ کښی کار ددنیا حرام وؤ اوځمونږ په دین کښی روستو دفراغ د مونځ دجمعی نه امردی په تجارت او طلب دروزئ سره - قاسمی وئیلی دی چه روستو د مونځ دجمعی نه څلور رکعته د ماسپخین (چه هغی ته احتیاطی مونځ وئیلی کیږی) دا مذهبی تعصب اوبی دلیله عمل دی (فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ) مراد په امر سره وجوب د انتشار نه دی بلکه مخالفت کول دی د اهل کتاب نه په تعطیل دورځ د خالی او اتوار کښی (وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ) عام دی تجارت کول، عیادت دبیمار، ملاقات د ورور مسلمان اوطلب دعلم ټولو ته شامل دی (وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا) مراد دا چه هیڅ وخت د اللّه تعالٰی دیاداشت نه غفلت مه کوئ په ژبه او په زړه اوپه طاعت سره اومونځ دمازیگر ته هم اشاره ده او ډیروالی د ذکر په توحید او اخلاص او موافق دسنت سره راځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل