يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ
ای ایمان والو ولی وائی په ژبه هغه خبری چه نه ئی کوئ (په عمل کښی) -
دا اول خطاب دی مؤمنانو ته ددری خطاباتو نه او مقصد په کښی تیزی ورکول دی په قتال فی سبیل اللّه باندی او زجردی په مخالفت دقول او عمل باندی او ددی مختلفی طریقی دی اوله طریقه دا چه په تیره زمانه کښی یو شخص یو کار نه وی کړی او دی وائي چه ما فلانی کارکړی دی نو دیته دروغ وئیلی کیږی - او دوهمه طریقه په زمانه دمستقبل پوری متعلق ده یعنی که یو شخص اووائي چه زه به فلانی کار کوؤم او بیائی اونه کړی - او دریمه طریقه داده چه مراد دادی چه کوم فعل دانسان دقدرت نه بهروی او دی وائي چه زه به دا فلانی کار کوؤم په دی معنیٰ سره زجرپه قول باندی دی په شان د اولی طریقی -