بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
پاکی وائي اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی او خاص اللّه تعالٰی زورآور حکمتونو والا دی -
دیته سورة حواریین او سورة عیسیٰ هم وئیلی شی -
ربط: ددی د ماقبل سره دادی چه تیرشوی سورة کښی زجر وؤ مؤمنانو ته په غیر مناسب کارونو باندی نو په دی سورة کښی زجردی په اقوالو غیر مناسبو باندی بله وجه داده چه په هغه سورة کښی منع وه د دوستانی د مشرکانو نه نو په دی سورة کښی ترقی ده چه ددوی سره جنگ او قتال اوکړئ -
زجردی په مخالفت د عمل د قول د (۳،۲) نه لکه سرهٔ د دعوی د ایمان نه د جهاد او قتال نه مخ گرځول او مسئله د توحید هم په اول کښی ذکر ده او ترغیب دی جهاد ته په (۴) کښی -
مختصره خلاصه داده چه په دی سورة کښی دری خطابات دی په یٰاَ یها الذین امنوا سره په اول خطاب کښی زجردی په ترک دقتال فی سبیل اللّه او ترغیب دی قتال ته او په دوهم کښی بشارت اخرویه او دنیویه دی اوپه دریم کښی ترغیب دی چه په طریقه دحواریینو سره جهاد اوکړئ - او تفصیل دادی چه اول دعویٰ د توحید ده بیا زجردی په مخالفت د قول او د عمل بیا ترغیب دی قتال ته بیا دوه دلیلونه نقلیه دی اول د موسیٰ علیه السلام او دوهم د عیسیٰ علیه السلام نه او تخویف دی په ذکر دحال دیهودیانو چه هغوی قتال فی سبیل اللّه پریخودلی وؤ - بیا ترغیب دی تابعدارئ د آخری رسول ته خصوصاً په قتال فی سبیل اللّه کښی او تاکید دترغیب ئی ذکرکړی دی په بشارت د عیسیٰ علیه السلام سره په باره ددی رسول کښی اوزجردی په تکذیب باندی او زجردی په افتراء باندی اوزجر په اطفاء د نُور د اللّه تعالٰی باندی - بیا ذکرکوی صدق د رسول چه دی رالیږلی شوی دی دپاره دقتال فی سبیل اللّه - بیا بشارت اخرویه او دنیویه دی په باره دجهاد کښی اوپه آخرکښی ترغیب دی نصرت او قتال فی سبیل اللّه تعالٰی ته په شان د حواریینو -
په دی کښی ذکر دتوحید دی په تعبیر د تسبیح سره - اوپه دی کښی اشاره ده دفع کولو د اعتراض ته چه فائده دقتال راجع ده تاسو ته اللّه تعالٰی دی ته محتاج نه دی ځکه چه اللّه تعالٰی دهرقسم عیب او احتیاج نه داسی پاک دی چه آسمانونو او ځمکو والا دهغه په پاکوالی باندی گواهی کوی -