يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
ای نبی ﷺ کوم وخت چه راشی تاته زنانه مؤمنی بیعت کوی تاسره په دی خبرو باندی چه شریک به نه گنړی اللّه تعالٰی سره هیڅ څیز او نه به غلا کوی او نه به زنا کوی او نه به وژنی بچی خپل او نه به راتلل کوی په بدنامی لگولو سره چه جوړوی ئی د خپلو لاسونو او خپو تر مینځه او نافرمانی به نه کوی ستا په هیڅ کار ددین کښی نو بیعت اوکړه ددوی سره او بخنه غواړه دوی لره د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
دا قانون تفسیر د فامتحنوهن دی یعنی مراد د امتحان نه دا بیعت دی ځکه چه په حدیث د بخاری کښی راغلی دی چه نبی ﷺ به د مهاجراتو امتحان کوؤ په دی آیت سره نو چا به چه اقرار اوکړو په دی شرطونو باندی نو رسول اللّٰه ﷺ به ورته اوئیل چه ما تاسره بیعت اوکړو په خبرو سره او لاس به ئی د هغی په لاس کښی نه ورکوؤ - بیا دا حکم په مهاجراتو پوری خاص نه دی بلکه زنانه به چه کله ایمان راوړو نو دهغی د ایمان دپاره هم دا شرطونه وؤ - او په حدیث د بخاری کښی دی چه نبی ﷺ د عیدالفطر د خطبی نه روستو زنانو ته راغی نوپه دی آیت سره ئی ورته خطاب اوکړو نوټولی زنانه چپ شوی صرف یوی ورته جواب ورکړو - او په بل حدیث صحیح سره ثابت دی چه نبی ﷺ دا سی بیعت د نارینو نه هم اخستلی وؤ او دا بیعت مشتمل دی په شپږو خبرو باندی -
تنبیه: نن زمانه کښی داسی ډیر پیران پیدا شوی دی چه په خپله په شرک کښی اخته وی او نور خلق هم په شرک کښی اچوی اوډیر جاهلان ئی گمراه کړی دی د هغوی نه اجتناب کول فرض دی څلورمه خبره (وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ) قتل د ناحق خو مطلقاً حرام دی لیکن زنانه اکثر په نور قتل باندی قدرت نه لری ما سیوا دبچو دقتل کولو نه ددی وجی نه ددی تخصیص ئی اوکړو او مراد ددی نه قتل د عام اولاد دی د وجی د فقر او لوږی نه لکه په سورة انعام (۱۵۱) او سورة اسراء (۳۱) کښی ذکردی او قتل د لونړو په کښی هم داخل دی - او مفسر الوسی وئیلی دی چه کیدی شی چه دا قتل شامل وی اسقاط حمل ته روستو د ساه اخستلو دبچی نه - پنځمه خبره (وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ) په دی کښی د مفسرینو ډیر اقوال دی اول دا چه مراد دبهتان نه موندلی شوی ځوی دی چه خاوند ته ئی نسبت کیږی او ولد په وخت دپیدائش کښی د مور د لاسو او خپوپه مینځ کښی پروت وی دوهم داچه مراد ددینه ولد د زنا دی چه اول خوبه ئی قتل کوؤ او که د قتل نه به بچ شو نوبیا به ئی خاوند ته نسبت کوؤ او حمل په خیټه کښی وی او خیټه په مینځ دلاسواو خپو کښی ده ددی وجی نه زنا او قتل د ولد او بهتان ئی په ترتیب سره ذکر کړل - دریم مراد د بهتان نه په چا باندی د یو گناه بدنامه لگول دی چه د ځان نه ئی جوړوی دلیل ورسره نه وی نو ددی نه تعبیر کیږی په بین ایدیهن او ارجلهن سره - او په دی آیت کښی دروغ غیبت چغلی کول کنځل دزنا دا ټول داخل دی - شپږمه خبره (وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ) ددی دوه معنی دی یو معنیٰ خاص ده هغه مقابل د منکر ده یعنی هغه څیز چه په شرعی سره دهغی حُسن ثابت وی نو ماقبل کښی منکرات او منهیات پنځه ذکرشول او په معروف کښی مامورات مراد دی او هغه ډیر دی ددی وجی نه ئی اجمالاً ذکر کړل - دوهمه معنیٰ عامه ده هغه دا چه هر هغه څیز چه دهغی حکم په شرعی سره معلوم وی چه جائز یا ناجائز دی په دی معنیٰ سره ماموراتو او منهیاتو ته شامل دی -
فائده: الوسی او قاسمی لیکلی دی چه معروف لفظ کښی اشاره ده چه د هیڅ مخلوق طاعت بغیر د معروف نه جائز نه دی -