وَإِنْ فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُمْ مِثْلَ مَا أَنْفَقُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ
او که چیری پاتی شو ستاسو څه مال د بیبیانو ستاسو نه کافرانو ته نو ستاسو نمبرچه راشی نو ورکړئ هغه کسانو ته چه تلی وی بیبیانی د هغوی په شان د هغی چه دوی خرچ کړی دی او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه هغه ذات دی چه تاسو په هغه باندی ایمان لرئ -
دا متعلق دی د مخکنی حکم سره یعنی مهر د مرتدی زنانه د کافرانو نه اوغواړئ نو که چیری هغوی انکار اوکړو د مهر د واپس کولو هرکله چه تاسو څه مال فئ یا غنیمت ددغه کافرانو نه حاصل کړئ نو د تقسیم نه مخکښی دغه سړی ته (چه زنانه ئی مرتده شوی ده او کافرانو دهغی مهر نه دی واپس کړی) مهر مثل د ښځی د هغه ورکړئ د مجاهد او قتاده نه روایت دی چه دا حکم عام دی که دغه کافرانو سره عهدی وی او که نه وی - او بعضو مفسرینو خاص کړی دی په وخت د عهد پوری (فَعَاقَبْتُمْ) مراد ددی نه د هغوی سره جنگ او قتال کول دی کله چه عهد ورسره نه وی کړی یا مات کړی یام مراد دادی چه ددغه کافرانو زنانه تاسو ته راشی او مهر دځان سره راوړی نو دغه مهر کافرانو ته واپس مه ورکوئ (اگرچه عهد وی) بلکه هغه مؤمن له ئی ورکړئ چه د هغه د ښځی مهر کافرانو ته پاتی شوی وؤ -