لِئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَأَنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
ددی دپاره چه پوهه نشی کتاب والا چه دوی قدرت نه مومی په هیڅ څیزباندی د فضل د اللّه تعالٰی نه او یقیناً فضل خوپه لاس د اللّه تعالٰی کښی دی ورکوی ئی هغه چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی خاوند د فضل لوی دی -
په دی آیت کښی دری توجیهات دی اوله دا متعلق دی د مضمون د آیت مخکنی سره هغه داچه که چیری تاسو ایمان په دی رسول باندی راوړو نوهغه دری فائدی به درکړی (چه مخکښی ذکرشوی) ددی دپاره چه پوهه شی هغه کتابیان چه ایمان ئی نه دی راوړی چه دوی قادر نه دی په هیڅ فضل د اللّه تعالٰی یعنی دغه تیرشوی فائدی - دوهمه معنیٰ داده چه (دا رسول می په غیرد اهل کتابو کښی) را اولیږلو دپاره ددی چه پوهه شی کتابیان ټول چه دا نبی او امت دده وس لری په فضل د اللّه تعالٰی باندی چه رسالت او فضیلت دی - دریمه معنیٰ داده چه (مونږ تاسوله دعوت درکړو چه په دی آخری رسول باندی ایمان راوړئ) دپاره ددی چه خبرشئ کتابیان (راهبان) چه دوی وَس اوطاقت اومندلو په جهاد فی سبیل اللّه کولو باندی او دا توفیق د اللّه تعالٰی په لاس کښی دی، ورکوی چه چاته اللّه تعالٰی اوغواړی -