يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيَجْعَلْ لَكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه او ایمان راوړئ په رسول د هغه باندی نو دربه کړی تاسوته دوه انډی د رحمت خپل نه اوپیدا به کړی تاسو لره رنړا چه گرځئ به تاسو په هغی سره او بخنه به اوکړی تاسوته او اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
هرکله چه حال دکتابیانو مخکنو ئی ذکرکړو په دی قول سره وکثیرمنهم فاسقون نوپه دی آیت کښی هغوی ته دعوت الی الرسول ورکوی دپاره ددی چه فسق نه بچ شئ (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) نه مراد زاړه مؤمنان دی چه په موسیٰ او عیسیٰ علیهما السلام باندی ایمان راوړی دی او په زمان د آخری رسول کښی موجود وی (اتَّقُوا اللَّهَ) مراد ددی نه عقیدی دشرک او تثلیث او تشبیه نه ځان ساتل دی کوم چه یهودیانو او نصاریٰ دځان نه جوړ کړی دی (يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ) کفل په اصل کښی هغه زړی شړئ ته وئیلی کیږی چه د اوښ په شاباندی غوړوی ددی دپاره چه بنده پری دسورلئ نه اونه غورځیږی اوبیا وئیلی کیږی برخی او حصّی د ثواب ته چه انسان لره دبدبختئ نه بچ ساتی - مراد ترینه دوچند ثواب دی (وَيَجْعَلْ لَكُمْ نُورًا) مراد ددی نه هغه نوردی چه په قرآن کریم سره حاصلیږی په دنیا کښی په علومو قرآنیو سره او په آخرت کښی هغه دی چه په دی سورة کښی دوه کرته ذکرشو په (۱۹،۱۲) کښی (تَمْشُونَ بِهِ) مشی نه مراد په دنیا کښی ژوند تیرول موافق دقرآن او سنت سره دی اوپه مشی کښی اشاره ده بشارت دنیویه ته چه ستاسو دین به غالب وی او شهرت او عزت به مو هم وی -