بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
پاکی وائي اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو او ځمکه کښی دی او خاص هغه زورآور حکمتونو والا دی -
ددی سورة نه ترسورة ملک پوری مدنی مضامین دی چه هغه جهاد، انفاق فی سبیل اللّه او زجرونه په منافقت کوؤنکو او نور اصلاحی امور دی -
ربط: ددی سورة د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی مسئله د توحید دوه کرته ذکر کړه نو په دی سورة کښی ترغیب دی خرچ کولو د مالونو او استعمال د اوسپنی ته د پاره د اشاعت ددی مسئلی - دوهمه وجه داده چه تیرشوی سورة کښی امرپه تسبیح سره اوشو نو ددی سورة په اول کښی تسبیح د مخلوقاتو ذکرکوی گویا که دا علت دی دپاره د امربالتسبیح -
ترغیب دی انفاق فی سبیل اللّه ته په پنځه طریقو سره د ترغیب د جهاد او قتال نه دپاره د توحید، هغه توحید چه ثابت کړی دی په ذکر د اتلس اسماؤ حسنیٰ سره او په صفاتو سره -
او سورة دوه بابونو ته منقسم دی اول بات تر (۲۵) پوری دی په دی کښی اول اثبات د توحید دی په ذکر ددوه ویشت اسماء او صفات الٰهیه سره اوبیا ترغیب دی انفاق فی سبیل اللّه تعالٰی ته په پنځه طریقوسره په (۷) کښی او (۹،۸) په دی پوری متعلق دی بیا په (۱۰) کښی - بیا په (۱۱) کښی او تر (۱۹) پوری په دی پوری متعلق دی بیا په (۲۰) کښی او (۲۱) ددی سره متعلق دی بیا په (۲۲) کښی او (۲۴،۲۳) ددی سره تعلق لری -
په دی کښی دعویٰ دتوحید ذکرده په سبّح شره او (الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) دلیلونه دهغی دی - تسبیح نه مراد قولی تسبیح ده - او تسبیح حالی ته هم شامل ده - او معنیٰ دتسبیح د شریک او ولد او دکفراوعجز او احتیاج او مثل ومشابه او دټولو نقصانونو نه پاکوالی دی -