الواقعة ۹۶

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ

نو پاکی وایه د نوم درب ستا چه لوئی شان والا دی -

داسی په (۷۴) کښی هم تیرشو وجه د تکرار داده اولاً چه دعقلی دلیلونو نه روستو دا امر وؤ یعنی عقل دلالت کوی په تسبیح د اللّه تعالٰی باندی او ثانیاً د قرآن د صدق نه روستو او دقرآن سره متعلق د دری ډلو د حالاتو دبیان نه پس یعنی قرآن هم دلیل دی په تسبیح د اللّه تعالٰی باندی - حدیث د ابوداؤد کښی راغلی دی چه دا آیت نازل شو نو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل چه په دی باندی په رکوع کښی عمل اوکړئ - یعنی په رکوع کښی سبحان ربی العظیم وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل