الواقعة ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ

کوم وخت چه واقع شی واقع کیدونکی -

سورة الواقعة

ربط: ددی سورة د سورة رحمٰن سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی اثبات د رحمانیت او برکاتو د اللّه تعالٰی وؤ نوپه دی سورة کښی رد دشرک فی البرکات کوی په طریقه د تسبیح سره - دوهمه وجه دا چه په هغه سورة کښی تخویف اخروی او بشارت اخرویه ذکر کړی شونوپه دی سورة کښی دهغه اهل ذکرکوی - دریمه وجه دا چه هلته ئی دجنتونو دوه قسمونه ذکرکړل نوپه دی سورة کښی د اهل جنت دوه قسمونه ذکرکوی السابقون او اصحاب الیمین -

دعویٰ ددی سورة:

تسبیح د اللّه تعالٰی ده چه دوه کرته ئی ذکرکوی په (۷۴) او (۹۶) کښی لکه سورة رحمٰن کښی دوه صفتونه ذکرشول، یو الرحمٰن دوهم تبارک - او اثبات ددی تسبیح کوی په ذکرد انعاماتو د تربیت دانسان سره اوپه انزال دقرآن سره -

خلاصه د سورة :

دا سورة تقسیم دی دوه بابونو ته اول باب تر (۵۷) پوری دی په دی باب کښی اته حالات دقیامت ذکرکوی تر (۷) پوری بیا تقسیم د اهل حشرذکرکوی دری ډلوته په (۱۰،۹،۸) کښی بیا دفریق اول چه سابقون دی دهغوی لس بشارات ذکرکوی تر (۲۶) پوری بیا ددریم فریق چه اصحاب الشمال دی شپږ عقوبات (تخویفاً) ذکرکوی اوپه مینځ دهغی کښی دری علتونه دعذاب راوړی -

تفسیر

(الْوَاقِعَةُ) دا نوم دی د نومونو دقیامت نه اودی ته واقعة په دی وجه وئیلی کیږی چه وقوع ددی یقینی دی یا داچه په دی کښی ډیری سختی واقعی کیدونکی دی اوبعضو علماؤ وئیلی دی چه الواقعه نه مراد دوهمه شپیلئ وهل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل