تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
برکتونو والا دی نوم درب ستا چه لوی شان والا دی او عزتونو والا دی -
دا تفریع ده په ټول سورة باندی او تفصیل د دعوی ددی سورة دی په لفظ د تَبَارَكَ، کښی اشاره ده چه دا مخکښی ذکرشوی نعمتونه پیدا کول اوهغی له ترقی او بقا ورکول دا صفت خاص د اللّه تعالٰی دی اودارنگ دا ټول انعامات دلالت کوی په عظمت او لوئی د اللّه تعالٰی باندی نو صفت ذی الجلال ئی راوړو او دا انعامات دلالت کوی په سخاوت او مهربانئ د اللّه تعالٰی باندی نوصفت د الاکرام ئي ذکرکړو (اسْمُ رَبِّكَ) مراد اسم نه په دی مقام کښی الرّحمٰن دی چه دسورت په اول کښی دی اودارنگ هراسم د اسماءِ حسنیٰ نه موصوف دی په تبارک سره (ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ) صفت د رب دی یعنی جلیل دی په اعتبارد ذات سره او اکرام دی په اعتبار د افعالوسره -
فائده: قاسمی په تفسیرکښی ذکرکړی دی چه برکات د نومونو د اللّه تعالٰی واجب دی (په هغه الفاظوسره چه حروف هجاء نه مرکب وی) مونږ تبارک حاصلوؤ دهغی په ذکراو تعظیم سره اود هغه دنوم اجلال او اکرام به کوؤ که دغه نومونه په کاعذ کښی لیکلی شوی وی یا په دیوال وغیره کښی منقوش وی یاپه ژبه باندی ذکرکیږی -