وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ
او نه دی حال دقیامت مگر یوه شپیلئ ده په شان درپ د سترگی -
داهم ذکر دتصرف کلی د اللّه تعالٰی دی (وَمَا أَمْرُنَا) دا عام دی هریوکارته او قیام دقیامت ته هم شامل دی لکه سورة نحل (۷۷) کښی تیرشوی دی (إِلَّا وَاحِدَةٌ) یعنی امرد یو کار دکیدلو دپاره یوځل کوؤ بیا بیا تاکید ته حاجت نه وی نوهغه کار په اراده د اللّه تعالٰی پسی داسی زر موجود شی لکه د سترگی رپ نو واحدة نه مراد مرّة واحدة دی یا مراد ددی نه کلمة واحدة ده چه هغه کلمه د کن ده په نورو آیاتونو کښی ذکر شوی ده - اوپه باره دقیام دقیامت کښی خوډیره مبالغه مقصد وه نو سورة نحل کښی اقرب هم ذکرکړی دی -