إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ
یقیناً مونږ هر څیز پیدا کړی دی مونږ هغه په تقدیر سره -
ددی آیت نه تر (۵۳) پوری د اللّه تعالٰی دتصرف او دقدرت نه پنځه نمونی ذکرکیږی اودا ټول د سورت د دعویٰ سره تعلق لری چه هغه اثبات دقیامت دی او ددی آیت ربط د مخکښی سره دادی چه ساعت (قیامت) کښی ددی منکرینو شک دی نو زر ولی نه راځی حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی ددنیا د وجود اود فنا اود قیامت د راتللو دپاره تقدیر د اوقاتو کړی دی دهغی نه خلاف نه واقع کیږی (خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) دا اشاره خلق ته ده چه مقید دی په تقدیرسره نو معلومه شوه چه خلق د تقدیرنه غیردی - دا آیت صریح نص دی په مسئله د تقدیر کښی ابن کثیروئیلی دی چه تقدیر علم د اللّه تعالٰی په ټولو څیزونوباندی مخکښی د وجود دهغی نه اولیکل دهغی دی مخکښی د پیداکولونه اوخطیب شربینی وئیلی دی چه قَدَرٍ، قضا او حکم مضبوط او تقسیم محدود اوپوره قوت او کلک تدبیر به وخت معلوم او مکان معین دی چه لیکلی شوی دی په لوح محفوظ کښی مخکښی د واقع کیدلو نه - ددی آیت په تفسیر کښی عام مفسرینو د سلفوصالحینو د اقوالو نه ثابت کړی ده چه دا آیت نازل شوی دی په رد د منکرینو د تقدیر کښی چه هغه معتزله وؤ اوپه دی زمانه کښی منکرین حدیث (پرویزیان) او دهریان خلق دی -