وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ
او دروغژن گنړی حق لره او تابعداری کوی د خواهشاتو خپلو او هرکار په یو وخت کیدونکی دی -
په دی کښی هم د منکرینو دوه حالتونه په زجرسره ذکردی (مُسْتَقِرٌّ) یعنی قیامت به په خپل وخت قائم کیږی او جنت والا به په جنت کښی او جهنم والا به جهنم کښی قراری اومومی یا مراد د استقرار نه واقع کیدل د هرڅیزدی په خپله نیټه مقرر باندی -