وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ
او که چیری اوینی دوی نښه نو مخ اوړوی او وائي دوی دا جادو پوخ دی -
ددی نه تر (۶) پوری زجرونه دی او د منکرینو پنځه حالات ذکرکوی (مُسْتَمِرٌّ) په دی لفظ کښی د اختلاف د مادی دوجی نه ډیراقوال دی د مِرَّة نه په معنیٰ د قوی محکم سره دی د مرور نه په معنیٰ د زائل کیدونکی او ختم کیدونکی سره دی د مرارة نه په معنیٰ د تریخ والی سره دی یعنی ډیر تیز اثرکوؤنکی دی د اِستِمرَارَ، نه په معنیٰ د دوام او همیشه والی سره دی - او دارنگ په معنیٰ د مشابه او دیوبل سره او په معنیٰ د تیریدونکی د ځمکی نه آسمان ته -