عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى
د سدرة المنتهیٰ په خوا کښی -
(سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى) ددی وجه د تسمیه کښی ډیر اقوال دی یو داچه د ملائکو ختلو دپاره منتهیٰ ده دوهم داچه ارواح دمؤمنانو هغی ته ور رسیږی دریم داچه منتهیٰ د علمونو ده او د ماوردی نه نقل کړی شوی دی چه تخصیص د بیری ئی ددی وجی نه کړی دی چه په هغی کښی دری صفتونه دی (۱) اوگد سوری (۲) مزیدار خوند (۳) ښائسته بوی، نودارنگ ایمان هم مشتمل دی په قول او عمل او نیت باندی نو بوی ددی په شان دقول د ایمان دی او سوری ددی په شان دعمل دایمان دی او خوند ددی په شان د نیت د ایمان دی ددی وجی نه د امحل د ارواحو د مؤمنانو دی (عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى) دا تعریف د مکان دجنت دی چه جنت اوس په اووم آسمان کښی د سدرة المنتهیٰ سره دی اگرچه وسعت دجنت د آسمانونو او ځمکی نه لوی دی (إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى) په حدیث صحیح کښی راغلی دی چه هغه پتنگان د سرو زرو وو او اکثراهل عمل وائي چه مراد ددی نه ملائک دی اوپه حدیث د معراج کښی وارد دی چه په شپه د معراج کښی زه سدرة المنتهیٰ ته بوتللی شوم او دهغی پانړی په شان دغوږونو د هاتیانو وی او دهغی بیری په شان د مټکو دهجرمقام وی او هرکله چه امرد اللّه تعالٰی هغی لره پټه کړه نو داسی بدله شوه چه هیڅ څوک د مخلوق د اللّه تعالٰی نه د هغی د ستائینی کولو طاقت نه لری -