النجم ۱۳

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى

او یقیناُ‌ ده لیدلی وؤ هغه لره بل ځل -

په دی کښی هم دوه قولونه دی اول دا چه ضمیرراجع دی جبرئیل علیه السلام ته دوهم داچه اللّه تعالٰی ته راجع دی نومراد دا چه نبی ﷺ دعرش د طرف نه راکوز شو او دهغه په هغه شپه کښی ختل راکوزیدل په آسمانونو کښی ډیرکرته وؤ لکه چه په حدیث معراج کښی دی چه موسیٰ علیه السلام (شپږم آسمان) ته ډیرکرته تلی راغلی دی یا مراد ددی نه کوزیدل د جبرئیل دی، اوکه هریو احتمال شی خوپه آیت کښی آسمانی معراج ته اشاره ده - ځکه د سدرة المتهیٰ سره لیدل او دهغی حالات کتل په شپه دمعراج پوری خاص دی په سبب داحادیثو د معراج سره، نوڅوک چه وائی چه آسمانی معراج دقرآن نه ثابت نه دی نو هغوی جاهلان دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل