الطور ۴۸

وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ

اوصبر کوه فیصلی د رب ستاته یقیناً‌ ځمونږ په سترگو کښی ئی او تسبیح وایه سره دحمد رب ستانه په هغه وخت چه اودریږی -

(فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا) دا صفت د اللّه تعالٰی په ظاهری معنیٰ باندی دی او کیفیت باندی ئی اللّه تعالٰی پوهیږی خو اشاره ده چه اللّه تعالٰی تا لره وینی او ستا حفاظت هم کوی نو ویره مه کوه (حِينَ تَقُومُ) دا عام دی هرقیام ته شامل دی که د خوب نه بیداریدل دی اوکه د یو مجلس نه پاڅیدل دی اوکه مونځ ته اودریدل دی اوکه دعوت او تبلیغ ته اودریدل دی په دی حالتونو کښی مسنون اذکار نقل کړی شوی دی (وَإِدْبَارَ النُّجُومِ)‌ ادبار مصدر دی یعنی وخت د شاه گرځولو د ستورو او هغه وخت دصبا ښکاره کیدلو دی چه په دغه وخت کښی ستوری په پټیدلو باندی شروع شی او مراد ددی نه دوه رکعتونه سنت د فجردی اوداپه حدیث د ترمذی کښی وارد دی یامراد ترینه سنت او فرض د فجردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل