وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
او یقیناً هغه کسانولره چه ظلم ئی کړی دی عذاب دی مخکښی د قیامت نه او لیکن اکثرددوی نه نه پوهیږی -
دا هم تخویف دی او ددی عذاب نه مراد ددنیا نورعذابونه دی لکه لوږه مرضونه قحطونه د ژوند تنگ والی وغیره او دارنگ عذاب قبر مراد دی لکه چه قرطبی او شربینی وئیلی دی -