فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ
نو اوتختئ اللّه تعالٰی ته یقیناً زه تاسو لره د هغه نه ویره درکوؤنکی یم ښکاره -
د انتیجه ده د تیرشوی نقلی او عقلی دلیلونو او دا لفظ ډیرو معانیو ته شامل دی یعنی اوتختئ د ماسویٰ اللّه نه اللّه تعالٰی طرف ته او د گناهونونه طاعت د اللّه تعالٰی ته، او دطاعت د شیطان نه طاعت د اللّه تعالٰی ته، او دجهل نه علم ته اود بندگئ د غیراللّه نه بندگی د اللّه تعالٰی ته -