الذَّارِيَاتِ ۴۹

وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

اودهرڅیزنه پیدا کړی دی مونږ جوړئ دی دپاره چه نصیحت قبول کړئ‌ تاسو -

دا دریم دلیل دی او وسطی دی یعنی چه اللّه تعالٰی قادردی په پیداکولو د زوجیت د څیزونو نو قادر دی په دوباره ژوندی کولو باندی اودارنگ هرکله چه هرڅیز جوړ‌ئ‌ جوړئ دی نو د دنیا دپاره هم جوړئ په کار ده چه اخرت دی (وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ) حیواناتو نباتاتو کښی اوپه احوالو او اوصافوکښی او رنگونو او اوقاتو کښی زوجیت دی یعنی مذکر او مؤنث غِنیٰ ا وفقر حسن او قبح ژوند او مرگ او تیری رنړا اوشپه ورځ، نمراوسپوږمئ، صحت او بیماری، اوچه لونده (دریاب) سمه او غر، گرمی او یخنی، ایمان او کفر، سعادت او شقاوت، حق او باطل، خوږ او تریخ، آسمان او ځمکه، خیراو شر، جن او انس، صبا او بیگاه، حرکت او سکون، ښکته او بره، ابتداء او انتها، دنیا او آخرت، وغیره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل