إِنَّكُمْ لَفِي قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ
یقیناً تاسو په خبره مختلفی کښی ئی -
غوره داده چه دا جواب دقسم دی او ددی آیت نه دمنکرینو پنځه قبائح ذکرکوی په طریقه د زجر ورکولو سره (قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ) په باره دقرآن او رسول او دقیامت کښی او د اللّه تعالٰی کښی دهریو باره کښی دمنکرینو گډی وډی خبری دی - دقسم او جواب قسم مناسبت دادی چه د آسمان مضبوط والی او ښائست شاهد دی چه ددی جوړوؤنکی (اللّه تعالٰی) قادر او عالم دی په هرڅیزباندی نودهغه په خلاف کښی ستاسو اقوال باطل او گډوډ دی -