الذَّارِيَاتِ ۷

وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْحُبُكِ

او قسم دی په آسمان باندی چه گنړو ستورو والا دی -

دا پنځم قسم په طور شاهد دی دائی د مخکښی قسمونونه جدا ذکرکړو ځکه ددی مقسم بهِ جدا دی دهغی مقسم بهِ نه او دارنگ هغه د عالم وسطی او سفلی څیزونه وؤ (سیوا دمقسمات په یو تفسیرباندی) او دا عالم علوی دی (الْحُبُكِ) حبک مضبوط او وَل دجامی ښائسته او صفا هم وی او مختلفی کرخی په کښی وی نوهغه ته وئیلی کیږی نودلته هم د آسمانونو مضبوط والی او صفائي‌ او په ستورو سره ښائسته کیدل اودهغی په وجی سره لاری جوړیدل په آسمان کښی دا ټول صفتونه مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل