الذَّارِيَاتِ ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا

قسم دی په هواگانو الوځوؤنکو په الوځولو سره -

سورة الذاريات

ربط: ددی سورة د مخکښی سره دادی چه دی کښی د مخکښی نه طرقی ده په ډیرو وجوهو سره اوله وجه داده چه هلته کښی کذٰاک الخروج ذکرکړی وو نو دلته انما توعدون لصادق دی دا ترقی ده په دعویٰ د بعث بعدالموت کښی - دوهمه وجه هغه سورة کښی وؤ و سبح بحمد ربک اوپه دی سورة کښی ففروا الی اللّه دی دا ترقی ده په دعویٰ دتوحید کښی، دریمه وجه هلته خلق دانسان ئی ذکرکړی دی او دلته حکمت دخلق دانسان ذکردی - څلورمه وجه، په هغه سورة کښی صرف دلیلونه وؤ په اثبات دبعث باندی نوپه دی کښی د دلیلونو سره شواهد هم دی - پنځمه وجه، هلته کښی ذکر داقوام مکذبه وؤ اجمالاً‌ دلته دهغی نه د پنځو قومونو عذابونه ئی ذکرکړل -

دعویٰ ددی سورة:

اثبات دبعث بعدالموت دی په (۵) کښی په ذکردپنځه د شواهدو اوپه عقلی دلیلونو اوپه ذکر دعذاب د پنځه قومونو سره اودعویٰ دتوحدی په (۵۶،۵۱،۵۰) کښی ده او اووه (۷) اسماء حسنیٰ ئی ذکرکړی دی -

خلاصه د سورة داده:

چه دا سورة تقسیم دی دوه بابونوته اول باب تر(۲۴) پوری دی په دی کښی پنځه شواهد دی اوپه مینځ کښی د عویٰ دسورة ده بیا پنځه حالات دمکذبینو په طریقه درجر سره بیانوی بیا بشارت په ذکر دپنځه صفاتو د متقینو سره بیا دری عقلی دلیلونه چه په هغی پنځه حالات ذکردی او بیا قسم ذکردی - دلیلونه او قسم دپاره د اثبات د بعث بعد الموت دی -

تفسیر

دا څلور قسمونه دی په طریقه دشواهدو سره په روستو دعویٰ باندی اودا صفتونه ټول د هواگانو دی یادا صفتونه د موصوفاتو جدا جدا دی یعنی ذَاریات، صفت د هواگانو دی او حَامِلَات، صفت دوریځو دی او جَارِيَات، صفت دکشتودی او مُقَسِّمَات، صفت د ملائکو دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل