نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ
مونږ ښه پوهه یو په هغه خبرو باندی چه دوی وائي اونه ئی ته په دوی باندی زور کوؤنکی نو بیانوه قرآن هغه چاته چه ویره ورکوی د عذاب ځمانه -
دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په دوه طریقوسره اول دا چه (نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ) یعنی دا منکرین چه انکار کوی ستا تکذیب کوی یا تاته بده وینا کوی نو اللّه تعالٰی ته دهغی ښه علم شته عذاب ورکولی شی لیکن ستا امتحان کوی (وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ) جمله خبریه په خپله معنیٰ سره ده یعنی ته په دوی باندی زور نشی کولی چه ایمان راوړی او دارنگ ته په جبر کولو سره مکلف خونه ئی نوددوی په ایمان راوړلو سره په تاباندی گناه نیشته (فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ) دا پنځم امردی یعنی دداعی په ذمه باندی جبرکول خو نیشته لکن دعوت او تبلیغ دده ذمه واری ده - ددی نه مراد صرف تلاوت او قرائت دقرآن نه دی بلکه په قرآن بیانولو سره توحید او دقیامت مسئلی واضح کول دی اودا تذکیر په طریقه ددعوت تبلیغ او درس تدریس سره دی - معلومه شوه چه تذکیربالقرآن ډیر لوی عمل دی چه اللّه تعالٰی په هغی خپل نبی لره باربار مخاطب گرځولی دی (مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ) تخصیص ددی په اعتباردفائدی اخستلوسره دی دقتاده نه روایت کړی شوی دی چه هغه به وئیل - اَللَّهُمَّ اجْعَلْنَا ممَّنْ يَخافُ وَعِيدَکَ وَ یَرْجُوْا مَوْعُوْدَکَ یَا بَارُّ یَا رَحِیْمُ -